وفاقي تحقیقاتي اداره (ایف آی ای) په ټول هیواد کې د غیرقانوني کرنسی تبادلې او د لاسي حوالې ورکولو کې د ککړو عناصرو خلاف کریک ڈاؤن کوي.

0
159

باغی ټي وي رپورټ

د ایف آی اې لخوا په دې لړ کې تر اوسه د پورته کړو ګامونو تفصيلات جاري شوي دي.

د وفاقي تحقیقاتي ادارې ترمخه روان کال د غیرقانوني کرنسی تبادله کې د ککړو عناصرو په ضد 303 چاپې شوي چې په مهال یې 416 شکمن کسان نیول شوي دي.
بيان کې وئيل شوي چې د نيول شوؤ کسانو څخه د 3 ارب 54 کروړه روپو په ارزښت کورني او بهرني کرنسۍ ترلاسه شوي دي.

د ايف آئي اے وياند ووئيل چې د ملزمانو خلاف 289 مقدمې او 49 انکوائري درج كړې شوې۔

وياند وويل چې دعملياتو په مهال دتندلارو لخوا کارول شوي زيات دوکانونه او دفترونه سيل کړل شوي دي.

ده زياته کړه چې د ملزمانو نه 3 اربه 16 کروړه پاکستانۍ کلدارې، د 5 لاکه نه زياتې امريکايي ډالر او د 23 کروړه 71 لاکه روپو په ارزښت نورې بهرنۍ کرنسۍ ترلاسه شوي دي.

د وياند په وينا، يو شمېر تورن کسان د بېلابېلو کاروبارونو تر نامه لاندې د اسعارو په غير قانوني تبادله کې لاس لري.

Leave a reply