د مالیشیاء باټیک ایرلاین هم کراچۍ ته د مستقیمو الوتنو اعلان کړی دی.

باټیک ایرلاین اعلان کړی چې په پاکستان کې به خپله شبکه پراخه کړي، په دې لړ کې به باټیک ایر به د کراچۍ او کوالالمپور ترمنځ درې اوونۍ الوتنې ترسره کړي، دغه هوايي شرکت به د راتلونکې اکتوبر میاشتې له ۳۱مې نیټې څخه د کوالالمپور او کراچۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي.
د ایرلاین د اعلان له مخې، د کوالالمپور څخه د باټیک ایر الوتنه OD 135 به هره سه شنبه، پنجشنبه او شنبه د ماښام په 8:00 بجو کراچۍ ته رسیږي، په ورته دریو ورځو کې به د کراچي څخه پرواز OD 136 د شپې په 9:00 بجو کوالالمپور ته ځي. .
د دې تر څنګ هوايي شرکت د محصلینو او ګروپي مسافرو لپاره ځانګړي جاذبه تخفیفونه هم اعلان کړي دي.
باید یادونه وشي چې باټیک ایرلاین لا دمخه د لاهور او کوالالمپور ترمنځ هره ورځ مستقیم الوتنې ترسره کوي.





