د راولپنډۍ ډویلپمنټ اتهارټي (RDA) د غیرقانوني هاؤسنګ سوسائټیو په ضد کاروائي روانه ده او 4 نورو هاؤسنګ سوسائټیو ته انفراسټرکچر ورکړے شوی دی.

0
141

باغی ټي وي رپورټ

د ډي جي آر ډي اے ترمخه دغه ټاسک فورس په چکري روډ عمليات کړي او د هاؤسنګ سوسائټيز مين ګيټس، ډيوائيډرونه، بل بورډونه او بنکرونه ئي تباه کړي دي۔

د آر ډي اے چارواکو په وینا د غیرقانوني هاؤسنګ سوسائټیو په ضد د عامو شکایاتو په بنیاد عملیات روان دي، د غیر قانوني هاؤسنګ سوسائټیو مالکان د زمکو په غصب کښې لاس لري.

چارواکي وايي، د غصب مافیا د خلکو ځمکې د ټوپک په زور غصبوي او غیر قانوني هستوګنې ټولنې د حکم لپاره محکمې ته مراجعه کوي.

DGRDA خلکو ته اپیل کړی چې په غیرقانوني هاؤسنګ سکیمونو کې پانګونه ونه کړي، خلک باید د هاوسنګ سوسایټونو کې د پانګونې دمخه د RDA څخه معلومات ترلاسه کړي.

ياده دي وي چي دوه ورځي وړاندي د راولپنډۍ ډيولپمنټ اتهارټي لخوا د 11 هاؤسنګ سوسائټيو تعميرونه ړنګ کړے شوي وو۔

Leave a reply