د خېبرپښتونخوا نگران حکومت د بي آر ټي لپاره ټرانسپورټ څانګې ته د يو ارب روپو ورکولو نه انکار کړی دی.

0
66

باغی ټي وي رپورټ

د صوبايي ټرانسپورټ رياست د ماليې سيکرټري ته يو مکتوب لېږلی چې د بي آر ټي لپاره يې له ماليې رياست څخه يو ميليارد روپۍ غوښتنه کړې ده.

په خط کې وئيل شوي چې د ماليې وزارت په کال 2022-23 کې د بي آر ټي لپاره 662.4 ميليونه روپۍ جاري کړې وې، د بي آر ټي چلولو لپاره جاري شوې پيسې نه د استفادې له وجې دغه فنډ ختم شو.

د ولايت ماليې رياست ته په لېږل شوي مکتوب کې ويل شوي، چې د ټرانسپورټ رياست هم د بوديجې د ضايع کېدو په اړه د پلټنو لپاره يوه څېړنيزه کمېټه جوړه کړې ده.

خط کښې وئيلي شوي دي چې بي آر ټي لپاره د ټرانسپورټ محکمي ته په فوري توګه يو ارب روپو ضرورت دے، يو ارب روپئ دي ختمي شوي رقم باندي نظرثاني کولو وروسته جاري کړے شي۔

په دې لړ کښې د صوبې د خزانې وزير احمد رسول بنګش جيو نيوز سره خبرو کښې اوويل چې صوبه د مالي مشکلاتو سره مخ ده نو د ټرانسپورټ څانګې ته د بي آر ټي لپاره فنډ نه شي ورکولې۔

صوبائي وزير احمد رسول بنګش وئيلي دي چي وفاقي حکومت د صوبي بقاياجات نه دي ورکړي نو بقاياجات دي په فوري توګه ادا کړے شي۔

Leave a reply