د پاکستان د خزانې پخواني وزير او د مسلم ليګ ن مرکزي مشر سناتور اسحاق ډار د پيپلز پارټۍ د چيئرمېن د نيوکې په ځواب کې ويلي چې بلاول زما د زوی په شان دی نو په دې اړه به څه نه وایم.

0
147

باغی ټي وي رپورټ

سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د پارليمنټ او اولس مشر تر منظورۍ وروسته 62-1F بل قانون ګرځېدلی دې، د دې قانون لاندې د نااهلۍ موده ختمه شوې ده، د سپريم کورټ لخوا د نيب په قوانينو کښې د ترميمونو ختمولو په اړه د نواز شریف بیرته راستنیدو له دې قانون څخه پنځه کاله نواز شریف، جهانګیر ترین او نورو ګټه پورته کړه.

ده ووئيل مريم نواز په دويم شريكه مقدمه كښې بري كړې شوې٬ د نواز شريف لپاره پاكستان ته راتلو او انتخاباتو كښې د ګډون كولو كوم خنډ نشته۔

د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د مسلم ليګ (ن) په مشر اسحاق ډار د سختې نيوکې په اړه وويل بلاول زما د زوی په شان دی او نه غواړم په دې اړه څه ووايم.

اسحاق ډار وويل د پاکستان له ګوند سره د اتحاد خبرې له وخته مخکې دي، که مسلم ليگ (ن) ته چانس ورکړل شي نو په ٢٠١٣ کال کې به د پاکستان د جوړولو هڅې وکړي.

Leave a reply