په ټول هیواد کې د ګرمۍ شدت ورو ورو په ماتیدو پیل شوی، په ګڼو ښارونو کې د باران له امله د ګرمۍ شدت کم شوی دی.
باغی ټي وي رپورټ
د موسمياتو محکمي ترمخه په کراچۍ، تخته، بدين، سکر، دادو، سانگهڙ، مٺي، تهرپارکر، ننگرپارکر، عمرکوټ، ميرپورخاص او خيرپور کې هم د باران امکان دی.
د هوا پېژندنې ادارې چارواکي وايي، د تودوخې لږ تر لږه ۲۷،۵ سانتي ګراد او اعظمي تودوخه به د ۳۳ او ۳۵ درجو ترمنځ وي.
په کراچۍ کې د ١٨ نه تر ٢٧ کلوميټره في ساعت په سرعت سره د جنوب لويديځ او لويديځ څخه هوا چليږي او په دغه ښار کې به د راتلونکو ٢٤ ساعتونو په مهال يو څه وريځ وي.
بل لوري ته په راولپنډۍ اؤ اسلام اباد کې دتيرې ورځې راهسې په وقفه يي ډول باران روان دى.
د موسمياتو محکمه وائي چې نن د اسلام آباد، پوټهور، جنوبي پنجاب او خېبرپښتونخوا په ځينو سيمو کښې د باران امکان دے.