د سندهـ پۀ خامو سيمو کښې د غلو په ضد د کرفيو د سختولو او په ښاريانو کښې د مجرمانو وېره ختمولو لپاره د تګلارې فيصله شوې ده.

باغی ټي وي رپورټ
د ډي آئي جي دفتر لاڑكانه كښې د عملياتو په اړه د لوړې كچې په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د ضلعې په كچه به يو ټاسک فورس جوړ كړے شي چې پكښې به د قانون نافذ كوونكو او استخباراتي ادارو هم شامل وي۔
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ټاسک فورس په همکارۍ به د غلو پر ضد د عملیاتو پلان جوړېږي.
بل لوري ته په سندهـ کې دامن اؤ نظم راوستو لپاره د گامونو اخستو سره سره دسکهر اؤ لاڑکانه ډويژنونو کې رينجرز مشقونه پيل کړي دي.
په ښاريانو کې د مجرمانو وېره ختمولو لپاره د رېنجر درې زره نه زياتو سرتېرو له ګېټکي څخه تر کشمور پورې په کليوالو سيمو کې فليګ مارچ وکړ.
د رېنجرز فليګ مارچ کښې د بکتر بند ګاډو سره 200 رېنجرز موبائيلونه هم شامل وو۔






