د قامي ايئر لائن پي آئي اے کورنی شيډيول بده متاثره شوي دي نن د پي آئي اے 8 پروازونه منسوخ او 12 پروازونه ځنډولي شوي دي۔

باغی ټي وي رپورټ
د پي آئي اے نړيوال شيډول بحال کړے شوي ولي داخلي پروازونه متاثره شوي دي۔
په لغوه شوو پروازونو کې د کراچۍ نه اسلام اباد پرواز پي کی 300 او 301 او د کراچۍ نه بهاولپور ته پورته شوې الوتنې PK 588 او PK 589 شاملې دي.
د دې نه علاوه د اسلام آباد نه ګلګت ته PK 601 او د ګلګت نه اسلام آباد ته د PK 602 پروازونه هم لغوه شوي، د اسلام آباد نه ګلګت ته دوه نور اپ او ډاؤن پروازونه PK 605 او PK 606 هم لغوه شوي دي.
12 الوتنې ځنډول شوې:
له بلې خوا له اسلام اباد څخه کراچۍ ته د الوتنې PK 319 الوتنه يو ساعت، له اسلام اباد څخه کوټې ته د الوتنې PK 325 يو ساعت او له کراچۍ څخه لاهور ته د الوتنې PK 302 هم يو ساعت ځنډيدلې ده.
له کراچۍ څخه سکردو ته د پرواز پي جي ٤٥٥ نيم ساعت، له ملتان څخه کراچۍ ته د پرواز پي جي ٣٣١ يو ساعت، د لاهور څخه کوالالمپور ته د پرواز پي جي ٨٩٨ نيم ساعت ځنډيدلې دي.
لاهور ته د پرواز پي کے 797 درې ساعته، د لاهور نه دوبۍ ته د پرواز پي کے 203 هم یو ساعت ځنډیدلی وو، د لاهور نه کویټې ته د پرواز پي کی 322 هم نیم ساعت ځنډیدلی وو.
له لاهور څخه کراچۍ ته د پي کی 307 الوتنه 55 دقیقې ځنډولې وه، د سیالکوټ څخه دوبۍ ته د پرواز پي کی 189 هم 33 دقیقې ځنډیدلې وه. د اسلام اباد نه شارجه ته د پرواز پي کی ۱۸۱ هم نیم ساعت ځنډیدلی وو.






