په کابل کښې ښځو احتجاجي مظاهره کړې

0
259

باغي ټي وی رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې ښځو د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده، څو ورځې وړاندې هم کابل سره نزدې ښځو د خپلو غوښتنو لپاره مظاهره کړي او په رسنیو کښې داسې خبرونو خپاره شوي وو چې اسلامی امارت سرتیرو په خبریالانو تشدد هم کړې وو.

د شمشاد ټیلیویژون په ټویټر پانړه د ښځو د احتجاجي مظاهر خبر خپور کړې دې، ښځینه چې په یو شمیر کښې دي نعرې وهي او د ملګري ملتونو مرستندویه دفتر مخې ته ی په احتجاجي مظاهره لاس پورې کړې دي. ښځې غوښتنه کوي چې مونږ ته دې حقونه راکړۍ شي.
یاده دې وی چې کله نه چې په افغانستان کښې د اسلامی امارت کنټرول لاس ته راغلې او امارت اسلامی په افغانستان کښې حکومت اعلان کړې نو دې سره ی دا اعلان هم کړې دې چې په افغانستان کښې به ښځو ته حقونه د اسلامی په چوکاټ کښې دننه ورکولې شي.
په رسنیو کښې داسې راپورونه هم چاپ شوي چې په افغانستان کښې د جونو سکولونه هم پرانستل شوي خو په کابل کښې د ښځو احتجاجونه سوالونه اوچتوي چې دوی بیا ولې هره ورځ احتجاجونه کوي.

Leave a reply