ملا برادر اخوند د چین پلاوي سره په قطر کښې په مهمو موضوع ګانو ټینګار کړې

باغي ټي وي رپورټ
په دوحه قطر کښې د افغانستان اسلامی امارت پلاوی د ریس الوزرا د مرستیال مولوی عبدالغني برادر په مشرۍ کښې د چین د لوړپوړي پلاوي سره وکتل او په یو شمیرمهمو مسلو ی ورسره خبرې اترې کړي دي.
په دې ملاقات کښې د پاکستان او د چین هیواد ترمینځ په دوه اړخیز تجارت او اړیکو په اړه ټینګار وشو ، د اسلامی امارت مشرانو مطابق ددې ملاقات په ډیر مثبتې نتیجې را اووځي . د چین چارواکو د افغانستان نوي حکومت ته د همکارۍ پوره پوره ډاډ ورکړې دې.
د افغانستان اسلامی امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزیر محترم مولوي اميرخان متقي صاحب لخوا د چين د بهرنيو چارو وزیر وانګ يې ته چلغوزي په تحفه کې ورکړل شول او د چین وزیر ددې ډالۍ لپاره د امارت اسلامی مننه وکړه.
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزیر محترم مولوي اميرخان متقي صاحب لخوا د چين د بهرنيو چارو وزیر وانګ يې ته ځنغوزي په تحفه کې ورکړل شول چې د هغه له هرکلي سره مخ شو. pic.twitter.com/tVxTGAvAdM
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 26, 2021
یاده دې وی چې د ا.ا.ا پلاوي د چین وزیر خارجه پلاوي سره په داسې وخت کښې ملاقات کړې چې د ملګري ملتونو د افغانستان په اړه داسې خبر او خبردارۍ ورکړې دې چې په افغانستان کښې د یو انساني بحران اندیښنه شته دې، د ملګري ملتونو خبردارۍ ورکړې چې د افغانستان نیمه سلنه آبادي ددې انسانی ناورین سره د مخ کیدو خطره ده او په دې کښې ماشومان هم ډیر بد متاثره دي او د خوراک د کموالي له وجهې ددوی ژوند د سختو ستونزو سره مخ دې.
نن د ا.ا.ا د رئیس الوزارء معاون ملا عبدالغني برادر اخند د چین د وزیر خارجه وانګ يي سره په دوحه کې مهم او رغونکی ملاقات درلود.
په ملاقات کې د افغانستان په وضعیت، د دواړو هیوادونو تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې وشوې. pic.twitter.com/aGi5D6Urlv— Ahmad Yasir (@AhmadYasir711) October 25, 2021
…………………………………
ملګري ملتونه وايي چې افغان مېرمنو ته باید د زده کړو زمینه برابره شي
…………………………………
……………………………….






