اسلامی امارت د ایران حکومت هرکلۍ کړې

0
83

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مشرانو د ایران حکومت هرکلۍ کړې دې، د ایران صدر آیت الله خامنه ای په یو بیان کښې د افغاستان په سني او شیعه مسلمانانو غږ کړې چې دوی دې د یو بل ملاتړ وکړی او په اتفاق دې وسي.

د اسلامی امارت ایران صدر دا بیان په ښو ټکو کښې ستایلې دې او ویلي ی دې چې د ایران ددې بیان ستاینه او هرکلې کوو چې په افغانستان کښې د سني او شیعه مسلک خلقو په اتفاق باندې زور ورکوي.
یاده دې وی چې د ایران صدر دا بیان په داسې وخت کښې راغلې چې په تیرو دو اونیو کښې د شیعه ګانو په جماعتونو کښې د جمعې په ورځ پرله پسې بریدونه وشو چې پکښې ګنر شمیر د شیعه مسلک کسان اووژل شول، یو برید په کندوز کښې او یو بیا په کندهار کښې وش، ددې بریدونو پړه هم داعش خراسان ډلې په خپله ذمه اخستې وه.
د اسلامی امارت په خبر پانړه کښې داسې ویل شوي چې افغانانو په افغانستان کښې استقلال او آزادي په اتفاق سره ترلاسه کړې ده او په دې اولس کښې اختلاف او دسیسي اچوول به هم افغان اولس په اتفاق سره ختمې کړي.
دا خبره هم یادونې ده چې دفاعي او سیاسي شنونکي وایی چې داعش په افغانستان کښې د طالب حکومت لپاره یو خطر پیدا کولې شي خو بیا د امارت اسلامی مشران وایی چې دوی توان لري چې د داعش په ضد کاروایی وکړي او افغانستان د داعش ترهګرو نه پاک کړي.

Leave a reply