د مسلم ليګ (ن) مرکزي تنظيمې مشرې مريم نواز وئيلي دي څوک چې نواز شريف مائنس کوي هغوي پخپله مائنس شوي دي او د نواز شريف په مائنس کولو سره د پاکستان پرمختګ مائنس شوے دے۔

0
155

باغي ټی وی رپورټ

خېبرپښتونخوا کښې د پارټۍ مشاورتي غونډې ته وینا کښې مریم نواز اووېل چې نواز شریف واپس نه راځي بلکه د پاکستان د خوشحالۍ دور راروان دے، کارتان پاکستان ترقی کمه شوې، ماجرا پاکستان ته ښه راغلاست، سازشونو ته الوداع.

ده ووئيل د نواز شريف پېغام د پاكستان د پرمختګ او انفلاسيون نه د ولس بچ كول دي٬ د دوي په ضد د سازشونو په نتيجه كښې عوام د انفلاسيون سره مخ شو٬ ځكه چې سازشي عناصر نه غواړي چې پاكستان په اقتصادي لحاظ مضبوط شي۔

د مسلم لیګ (ن) مشر وویل ۲۱ اکتوبر هغه اعلان دی چې د خلکو د کړاوونو ورځې ختمېدونکي دي، ۲۱ اکتوبر هغه اعلان دی چې نواز شریف چې د غریبانو درد احساسوي، بیرته راځي.

مريم نواز زياته کړه چې د نواز شريف په دوره کې د اوړو، غوړيو او بورې بيه پنځه کاله نه وه زياته شوې، وده يې 6.1 فيصده ته رسېدلې، نواز شريف هغه څوک دی چې د پاکستان يواځينۍ IMF پروګرام يې په کاميابۍ سره بشپړ کړ. IMF ته په 2017 کې الوداع. که د نواز شریف د پرمختګ سفر همداسې روان وای، نن به پاکستان له بحرانونو سره مخ نه و، نن باید برېښنا، ګاز او پټرول ګران نه وای.

Leave a reply