د کراچۍ ځايي عدالت د ښځو سره د جنسي تېري په مقدمه کې تورن پرنسپل جوډيشل ريمانډ ته لېږلی دی.

0
169

باغي ټی وی رپورټ

د جوډيشل مجسټرېټ ملير په عدالت کې په ګلشن حديد کې د سکول د پرنسپل لخوا د زنانو سره د جنسي تيري د مقدمې اورېدنه وشوه چې پکې پوليس د جسماني ريمانډ پوره کولو وروستو ملزم عدالت ته وړاندې کړو.

د اوريدنې په مهال تفتيشي افسر عدالت ته وويل چې د ملزمانو نه ابتدائي تحقيقات مکمل شوي دي ولې تفتيشي افسر د ملزمانو نور جسماني ريمانډ غوښتنه کړې چې عدالت مسترد کړې او ملزم عرفان غفور په جوډيشل ريمانډ جېل ته استولې دې۔

عدالت د مقدمې اورېدنه تر 20م ستمبر پورې وځنډوله او د راتلونکې اورېدنې لپاره يې د تفتيش افسر نه چالان طلب کړو.

Leave a reply