د اسلام آباد هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف د صدر چوهدري پرويز الهي د بيا ګرفتارۍ په ضد د آئي جي اسلام آباد خلاف د توهين عدالت درخواست ناقابل سماعت ګرځولې دې۔

0
84

باغي ټی وی رپورټ

د اسلام آباد هائي کورټ جسټس طارق محمود جهانګيري د آئي جي اسلام آباد ناصر اکبر خان خلاف د توهين عدالت درخواست خارجولو ليکلي فيصله جاري کړه۔

د عدالت په فيصله کې ويل شوي چې پرويز الهي د سپټمبر په لومړۍ نېټه د اسلام اباد د ضلعي مجسټرېټ د نظربندۍ په حکم نيول شوی ؤ، هائي کورټ د ستمبر په پنځمه نېټه د نظربندۍ حکم معطل کړی ؤ او د هغه د سمدستي خوشې کولو امر يې کړی ؤ.

جسټس طارق جهانګيري په خپل حکم کې وويل چې د خوشې کولو د حکم يوه کاپي اړوندو ادارو ته د لېږلو هدايات ورکړل شوي، د اسلام اباد ايډوکېټ جنرل پروېز الهي د عدالت له حکم سره سم خوشې شوی دی.

د اسلام اباد هائي کورټ د پرېکړې له مخې درخواست کوونکي يو ځل بيا د سي ټي ډي چارواکو د پوليس لائنز د دروازې مخې ته نيولي وو، د وکيل په وينا دغه نيول د لاهور هائي کورټ د حکم خلاف ورزي کې شوي دي.

د محکمې د پرېکړې له مخې د لاهور هايي کورټ د توهين عدالت درخواست په اړه د اسلام اباد پوليسو او انتظاميې ته نوټس جاري کړی دی. نو ځکه د آئي جي اسلام آباد خلاف د توهين عدالت درخواست ناقابل سماعت ګرځولے شوے دے۔

Leave a reply