د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په ۷ عملياتو کې ۱۵۲ کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي او ۳ شکمن کسان يې نيولي دي.

0
152

باغي ټی وی رپورټ

د اے این ایف وینا ده چی د موټروے ټویل پلازه کالا شاه کاکو سره نزدې کاروائي کولو په وخت د ګاډی پټو کمپارټونو نه 21 کلو 600 ګرامه تریاک برآمد او د مردان اوسیدونکی ملزم نیولی شوی دی.

د يو بل عملياتو په ترڅ کې کلا شاه کاکو ته څېرمه له يوه موټر څخه لس کيلوګرامه هيروين ترلاسه شوي، ترلاسه شوي هيروين د موټر په ټايرونو کې پټ شوي وو او د بنو ښار دوه تورن کسان په موقع نيول شوي دي.

د وياند د معلوماتو له مخې، په لاهور کې د کورير په دفتر کې له پارسل څخه هيروين ترلاسه شوي، ٥٠٠ ګرامه هيروين په يوه بستره کې پټولو سره بحرين ته قاچاق کېدل.

بلخوا په کيچ او ګوادر کې په دوو عملياتو کې د قاچاق لپاره پټ کړل شوي ١٠٠ کلوګرامه چرس او په باجوړ او خېبر کې د دوو عملياتو په ترڅ کې ٢٠ کلو ٥٠٠ ګرامه چرس ترلاسه شوي دي.

د ANF وياند وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې قانون لاندې د تورنو کسانو په اړه مقدمې درج کولو سره نور پلټنې پيل شوې دي.

Leave a reply