د کراچۍ په سپاه بازار سیمه کې د ملزمانو لخوا په ډزو کې د یوې زیر تعمیر ودانۍ چوکیدار وژل شوی دی.

0
90

باغي ټی وی رپورټ

د پولیسو په وینا، له جوړونکي څخه د پیسو غوښتنه شوې وه، خو چوکیدار یې د نه ورکولو پر مهال وژلی دی.

پوليس زياتوي چي د ګينګ وار مشر جميل چنګا په ضد مقدمه درج کړے شوي ده چي پکښي د ترهه ګرئ ضد دفعات شامل دي۔

بل اړخ ته د کراچۍ په لسبیله نشتر روډ باندې رینجر، پولیس او د اوبو غلا مخنیوي ټیم د غیرقانوني هایډرینټ په ضد کاروائي کړې ده چې پکښې پنځه ملزمان نیول شوي دي.

د رينجرز چارواکو وئيلي دي چې په واټر هايډرينټ کې ٨٠ فټه ژور څاه او ټانکونه جوړ شوي وو چې اوبه غلا کړي.

د رينجرز وياند ترمخه کراچۍ کښې به د غيرقانوني هائيډرېنټونو په ضد به پراخه عمليات دوام لري۔

Leave a reply