سوئي ناردرن په پنجاب، خېبرپښتونخوا او اسلام آباد کښې د ګیس چورونو په ضد کریک ډاؤن کړې دې چې په نتیجه کښې یې مردان کښې پنځه کلومیټره اوږده غیر قانوني شبکه نیولې شوې ده.
باغي ټی وی رپورټ
د سوئي ناردرن ګيس ترجمان ترمخه د ګيس کنکشن په لاهور کښې د يو فارم هاؤس د غيرقانوني ګيس کنکشن او په لاهور کښې د تجارتي مقاصدو لپاره د کورنې کنکشن استعمالولو له وجې پرې کړے شوے دے۔
وياند ووئيل چې د پنجاب نه علاوه په خېبرپښتونخوا او اسلام آباد كښې د ګيس چور خلاف كاروائي شوې او د 241 نه زيات د ګيس كنكشنونه پرې كړې شوي دي۔
د وياند له مخې په راولپنډۍ، اسلام اباد کې 19، ګجرات کې 43، سيالکوټ، سرګودها کې 62، ګوجرانواله، فيصل اباد، لاهور، ساهيوال کې 62، بهاولپور کې 49، ملتان، پيښور او مردان کې 50 کنکشنونه منقطع شوي دي.
ترجمان زياتوي چي د ګيس په غلا کښي ککړ کسانو نه به 27 لاکه روپئ جمع کولې شي۔