د پنجاب د مختلفو ښارونو بورډونو د منځنۍ دورې د کلنو امتحانونو نتیجې جاري کړي دي.

0
143

باغي ټی وی رپورټ

لاهور بورډ د ايف اے او ايف ايس سي امتحانونو نتيجې جاري کړي دي چې پکښې 186 زره 581 طالب علمانو د انټرميډيټ امتحان کښې برخه اخستي وه چې پکښې 149 زره طالبعلمان پاس شوي او انټرميډيټ کښې د کاميابئ تناسب 58 فيصده پاتې دی.

د انټر بورډ د معلوماتو له مخې، په ازموینو کې د نارینه زده کونکو د بریالیتوب تناسب 48.86٪ او د ښځینه زده کونکو 66.82٪ و.

بل لوري ته تعليمي بورډ فيصل آباد هم د انټرميډيټ کلني امتحانونو نتيجې جاري کړي دي۔

د ټولګټو ازموينو له مخې، په ازموينه کې ٩٩ زره ٨٧٤ کانديدانو برخه اخيستې وه او ٦٥ زره ٨٣٧ کانديدان بريالي شوي وو، چې په ټوليزه توګه په ازموينو کې د برياليتوب کچه ٦٥.٩٢ سلنه وه.

دې سره سره بهاولپور تعليمي بورډ د انټرميډيټ پارټ دوېم نتيجې هم اعلان کړې دې چې پکښې د کاميابئ شرح 57.46 فيصده وه.

د منځنۍ دورې په دوهمه برخه کې ۵۷ زره ۴۴۳ نوماندانو برخه اخیستې وه چې له ډلې یې ۳۳ زره ۶ تنه بریالي شوي دي.

سرګودها بورډ د انټرميډيټ پارټ دوېم نتيجې جاري کړي، 52 زره 868 اميدوارانو په امتحان کښې برخه اخستې وه او 33 زره 636 اميدوارانو په امتحان کښې پاس کړې وو۔

ډي جي خان کښي هم تعليمي بورډ د انټرميډيټ دويم پارټئ کلني نتيجو اعلان کړے دے چي پکښي 57 زره 512 اميدوارانو په امتحان کښي برخه اخستي وه او 38 زره 438 اميدواران کامياب شوي دي۔

Leave a reply