د مالیې وزارت، انرژۍ وزارت او د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ترمنځ د برېښنا د بیلونو د معافیت په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.

0
48

باغي ټی وی رپورټ

د سرچينو له مخې ائي ايم ايف پاکستان څخه غوښتنه کړې چې پخپله توليدي صنعتونو ته ورکړل شوي مراعات دې بيرته واخلي.

سرچينې وايي، IMF د برېښنا توليدوونکو صنعتونو لپاره د ګازو نرخونو کې د فوري زياتوالي غوښتنه کړې، د برېښنا توليدوونکو صنعتونو لپاره د ګازو نرخونو کې زياتوالى دې د 2023م جولاى څخه نافذ شي.

د سرچينو له مخې ائي ايم ايف دپاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې چې دبريښنا توليدونکو صنعتونو لپاره سبسډي ټيرف ختمولو سره دې نرخونو کې زياتوالي پلان وړاندې کړي. دسرچينو له مخې آئي ايم ايف دا هم غوښتنه کوي چې دبجلۍ سيکټور نظام دې درست کړل شي چې مصرف کوونکو ته دې راحت ورکړي.

سرچينې وايي د بجلۍ په بلونو کې د امدادي منصوبې د آئي ايم ايف د شرطونو عملي کولو لپاره وخت غوښتل شوى دى.

ياده دې وي چې د پاکستان حکومت د بجلۍ په درانه بلونو کې د مرستې لپاره له IMF سره تماس نيولى و، خو IMF په دې لړ کې له پاکستان څخه د ليکلي پلان غوښتنه هم کړې وه.

Leave a reply