گھوټکي سره نزدې سکهر ملتان موټروې ايم 5 باندې د غلو د لوټمارۍ په مهال د سيمې اوسيدونکي موټروې ته ورغلي چې د ډزو په تبادله کې يو تن وژل شوى دى.

0
67

باغی ټی وی رپورټ

د پوليسو ترمخه دګوټکي سره نزدې سکهر ملتان موټروې ايم 5 باندې دغلو دلوټلو په مهال دسيمه ييزو خلکو اؤ ملزمانو ترمينځ دډزو په تبادله کې يو تن وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

بل خوا د سیمې اوسیدونکي پولیس پر وخت په نه رسیدو تورنوي او وایي چې د ډزو پر مهال پولیس نه دي راغلي، موږ د غلو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوو.

پوليسو د سيمې د اوسېدونکو دغه ادعا رد کړه او ويې ويل، چې د پوليسو د ١٣٠ نمبر پوستې ته يې ګڼ شمېر پوليس لېږلي او د تښتېدلو تورنو لټون روان دى.

Leave a reply