د خيبرپښتونخوا په قبائلي ضلعو کښي په اول ځل مسيحي ښځينه افسره ثمرين امير مسيح د ايډيشنل ايس ايچ او په توګه ټاکلي شوي دي۔

0
103

باغی ټی وی رپورټ

جيو نيوز سره په خصوصي خبرو کې ډي پي او کرم محمد عمران وويل د ښځينه ايډيشنل ايس ايچ او په تقرر سره به عدالتي نظام ته د ښځو لاس رسی اسانه شي ځکه چې د ښځينه پوليس افسرانو په مرسته به د ښځو ستونزې په ښه توګه حل کولى شي.

هغه زياته کړه چې مسيحي ښځه ايډيشنل ايس ايچ او اوثمرين امير مسيح پخوا په رپورټنګ سنټر کې تعينات شوې وه او د محرم په مهال يې د ښځو په غونډو کې هم ډيوټي ترسره کړې ده. جيو نيوز سره خبرو کې ثمرين امير مسيح وويل د ايډيشنل ايس ايچ او په توګه په ټاکل کېدو ډېر خوښ يم، د نوې ذمه واري ترلاسه کولو وروسته به د ښځو ستونزې په لومړيتوب سره حل کړم.

هغه وويل په قبائيلي ضلعو کې د لمړي ځل لپاره د اقليتي ښځينه اضافې ايس ايچ او ټاکنه به نورې ښځينه پوليسې هم وهڅوي او د پوليسو په استخدام کې به د ښځو شمير زيات کړي.

Leave a reply