کراچۍ کې د نامعلومه کسانو په ډزو کې د جامعه ابوبکر اسلاميه استاد وژل شوی دی.

باغی ټی وی رپورټ
د پوليسو چارواکو ترمخه په گلستان جوهر بلاک ١٦ کې رامينځته شوې پيښه کې دوه ملزمانو مولانا ضياء الرحمان په دوه بيلابيلو وسلو سره په ډزو وژلى دى.
دپوليسو ترمخه مولانا ضياء الرحمان دگلستان جوهر بلاک 16 ته روان وؤ چې په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې چې له امله يې مولانا ضياء الرحمان دبدن په بيلا بيلو برخو څو مرمۍ لگيدلي اؤ هغه په موقع مړ شوى دى.
د چارواكو په وينا، پوليسو د پېښې له ځايه د ۹ ملي متري توپ ۱۰ مرمۍ او ۳۰ بورۍ تومانچې هم ترلاسه كړې، چې په اړه يې نورې پلټنې روانې دي.
د پوليسو په وينا، عيني شاهدان وايي، تورن کسان پر موټر سايکل سپاره وو، چې د هغوى ملګري هم د هغوى په شا تمبول شوي وو.
ايډيشنل آئي جي کراچي خادم حسين رند وئيلي دي چي سي ټي ډي د پيښي له ځايه ثبوتونه راټول کړي دي، د ابتدائي تحقيقاتو په مهال په پيښه کښي د ګاونډي ملک د استخباراتي اداري د لاس لرلو ثبوتونه ترلاسه شوي دي او په دي موقع ئي د امن او امان صورتحال اوکړو۔ ګډوډ دی
پولیس چارواکو ویلي چې وژل شوی مولانا ضیاء الرحمن په ګلشن اقبال کې د جامعه ابوبکر اسلاميه امام و.
بل خوا د کراچۍ په جناح هسپتال کې د مرکزي جمعیت اهل حدیث امیر مولانا افضل سردار ویلي چې تورن کسان دې ژر تر ژره ونیول شي.





