پخوانی بیوروکریټ فواد حسن فواد چې د پخواني وزیراعظم نوازشریف پرنسپل سیکرټري وو، په وفاقي کابینه کې شامل کړی شو.
باغی ټی وی رپورټ
د وزيراعظم پخوانې پرنسپل سيکرټري فواد حسن فواد په نگران کابينه کې د وفاقي وزير په توګه ټاکل شوی دی.
صدر عارف علوي د فواد حسن فواد د تقررۍ منظوري د نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ په مشوره ورکړې ده۔
سرچینې وايي فواد حسن فواد ته به ډېر ژر د وزارت دنده وسپارل شي.
په دې اړه فواد حسن فواد وئيلي دي چې ماته تر اوسه د کومې څانګې ذمه واري نه ده راکړل شوې، سبا به وزيراعظم سره ملاقات کوم، کوشش به کوم چې کومه ذمه وارۍ په ايماندارۍ او محنت سره سرته ورسوم۔
هغه وویل، زما تېر د دې شاهد دی، چې تل مې د هېواد ملي ګټو ته په صادقانه توګه کار کړی او په راتلونکي کې به هم د خپل توان له مخې کار وکړم.
ياده دي وي چي نيب فواد حسن فواد د آمدن نه د زياتو اثاثو په مقدمه کښي ګرفتار کړي وو په کوم کښي چي نيب د هغه خلاف کرپشن ثابتولو کښي ناکامه شوے وو او عدالت هغه د نيب ريفرنس کښي بري کړے وو۔