د کرنسۍ او تیلو نه پس د چینی، سرې او غنمو د سمگلنګ رپورټ هم وزیراعظم سیکرټریټ ته جمع کړے شوی دی.
باغی ټی وی رپورټ
د سرچينو ترمخه پاکستان څخه دکراچۍ، سرې اؤ غنمو دقاچاق په اړه تفصيلات په رپورټ کې شامل دي، په دغه راپور کې دغنمو، سرې، شکرې دقاچاقو اؤ حکومتي چارواکو تفصيلات هم شامل دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په راپور کې د غنمو په قاچاق کې ٥٩٢ ګودامونه او ٢٦ قاچاق وړونکي د غنمو په قاچاق کې ښکېل دي.
رپورټ کښې زياته کړې شوې چې تير کال آئي بي 417 رپورټونه متعلقه څانګو ته استولي وو چې پکښې 90147 ميټرک ټنه ذخيره شوي او سمګل شوې غنم د حساسې ادارې په شناخت باندې ضبط کړې شوي وو۔
د سرچينو له مخې راپور کې هغه ٢٥٩ چارواکي په ګوته شوي چې دقاچاق وړونکو سره مرسته کوي، په صوبايي حکومتونو کې مقرر شوي چارواکي قاچاق وړونکو او ذخيره کوونکو ته مرستې ورکوي.
د راپور له مخې په پنجاب کې ۲۷۲ حکومتي چارواکي، ۲۴۴ په سندهـ کې او ۵۶ په خیبر پښتونخوا کې د قاچاقبرانو مرسته کوونکي دي، په بلوچستان کې ۱۵ او په اسلام اباد کې ۵ چارواکي د قاچاقبرانو ملګري دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د حساسو سازمان په راپور کې څرګنده شوې وه، چې ۲۹ سياستوال هم د ايران د تېلو په کاروبار کې ښکېل دي.