د اسلام آباد ډپټي کمشنر (ډي سي) د پنجاب د پخواني وزيراعلي او د پاکستان تحريک انصاف صدر پروېز الهي خلاف جاري شوي ايم پي او حکم واپس کړے دے۔
باغی ټی وی رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ کښې د پرويز الهي د ايم پي او آرډر خلاف کيس سماعت شوے دے په کوم کښې چې ډي سي اسلام آباد عدالت ته د ايم پي او آرډر واپس اخستلو خبر ورکړو۔
د اسلام اباد های کورټ ویلي چې د ایف آی آر په کومه شمېره کې چې پروېز الهي نیول شوی دی باید ولیکل شي.
ورسته عدالت د پرويز الهي د ايم پي او آرډر واپس اخستلو درخواست خارج کړو۔
ياده دي وي چي عدالت د ايم پي او حکم معطل کولو نه پس پرويز الهي د خوشي کولو حکم ورکړے وو او نن ئي ډي سي اسلام آباد په ذاتي توګه طلب کړي وو۔