د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالتونو د قومي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزير د دري ورځو جسماني ريمانډ منظور کړے دے۔

باغی ټی وی رپورټ
د اسلام اباد عدالت د قومي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزير خلاف په سوشل ميډيا بغاوت ته د هڅولو د مقدمې اورېدنه وکړه چې په لړ کې يې ايف آئي اے علي وزير د جوډيشل مجسټرېټ شبيربتهي په عدالت کې وړاندې کړ.
د اوريدنې په مهال تحقيقاتي افسر وويل چې د علي وزير د موبائيل، ليپ ټاپ فارنزک ته اړتيا ده د کوم لپاره چې هغه په جسماني توګه ريمانډ شي.
عدالت کښې ايف آئي اے د علي وزير د لس ورځو جسماني ريمانډ درخواست کړے وو کوم چي عدالت مسترد کړے دے۔
عدالت د علي وزير د دري ورځو جسماني ريمانډ منظور کړے او ملزم ئي ايف آئي اے ته حواله کړے دے۔
محکمې علي وزیر ته د سپټمبر په ۱۵مه بیا حاضرېدو امر کړی دی.






