امريکا وايي چې موږ په پاکستان کې د هيڅ سياسي ګوند او کانديد ملاتړ نه کوو.
باغی ټي وی رپورټ
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميټيو ميلر په يوه خبري غونډه کې وويل، چې امريکا د پاکستان د ټاکنو د پايلو په اړه کوم دريځ نه لري، کله چې په پاکستان کې د امريکا له سفير څخه د ټاکنو کمېسيون له مشر سره د ليدنې په اړه پوښتنه وشوه.
ده ووئيل مونږ د نورې نړۍ په شان په پاكستان كښې په ازادو او عادلانه انتخاباتو ټينګار كوو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس میلر ویلي، امریکا په پاکستان کې د هېڅ سیاسي ګوند او نوماند ملاتړ نه کوي.