د پاکستان پوځ او د قانون نافذونکو ادارو په همکارۍ د هېواد په کچه د قاچاقبرانو پر ضد پراخ عملیات روان دي.

باغي ټي وي رپورټ
د بلوچستان په قلعه عبدالله ضلع کې د نشه يي توکو د کاروباريانو په ضد د اې اين ايف او امنيتي ځواکونو ګډ عمليات پيل شوي دي.
په یادو عملیاتو کې ۱۱۰۰ کیلوګرامه چرس، ۹۴ کیلوګرامه ایفیډرین، ۱۶،۲ کیلو ګرامه یخ او ۱۰۹۰ لیتره HCL هم د قاچاقبرانو لاسته ورغلي او په ۷۰ جریبه ځمکه کې د نشه يي توکو د کښت په له منځه وړلو سره ۴۸ د نشه يي توکو فابریکې له منځه وړل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې د نشه يي توکو د پروسس ٢٨ ماشينونه له منځه وړل شوي او په پراخه کچه د عملياتو په ترڅ کې ١١ کسان نيول شوي دي.




