د متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان مشر خالد مقبول صدیقي وايي، د کنور نوید په نشتوالي کې مخالفانو ته له ایم کیو ایم سره معامله اسانه شوه.
باغي ټي وي رپورټ
په حیدراباد کې یوې غونډې ته په وینا کې خالد مقبول صدیقي وویل چې له ماشومتوب څخه تر پنځوسو پورې سفر بې ګټې نه و، د کنور نوید په نشتوالي کې مخالفانو ته د ایم کیو ایم سره معامله کول اسانه شول.
بل خوا مصطفی کمال په لياقت اباد کې د متحده قومي موومنټ په مشرۍ د عامو کارکنانو غونډې ته وينا وکړه او ويې ويل چې نن حالات ډېر د افسوس وړ دي، مونږ د پيپلز پارټۍ د فاسد نظام سره په مبارزه بوخت يو.
په غونډه کې د ایم کیو ایم مشر امین الحق وویل چې کراچۍ کې د قامي اسمبلۍ یوه او څلور د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ زیاتې شوي، ایم کیو ایم به د اصولو سیاست ته دوام ورکوي.
ياده دې وي چې په سندهـ کې د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) په ضد د اتحاد لپاره د سياسي ګوندونو رابطې روانې دي.
دسرچينو له مخې مسلم ليګ نون، متحده قومي موومنټ (MQM) پاکستان، ګرينډ ډيموکريټک الائنس (GDA) او جمعيت علما اسلام (JUI) ترمنځ سلا مشورې روانې دي.
سرچينې وائي د ايم کيو ايم، جي ډي اے اؤ جے يو آئي استازو په گڼ شمير ملاقاتونو کې په بيلا بيلو ټکو اتفاق کړى دى.
دسرچينو ترمخه په سندهـ کې دپيپلز پارټۍ په ضد دګډ کانديد په جوړولو اتفاق شوى اؤ دا فيصله شوې ده چې کوم اتحاد به په کومه حلقه کې چې گوند اکثريت لري خپل کانديد نۀ کوي.