روسیه: ډېر ژر به افغانستان ته د بشر دوستانه مرستو لېږد پیل کړو

روسیه: ډېر ژر به افغانستان ته د بشر دوستانه مرستو لېږد پیل کړو
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې مسکو له افغاستان سره بشردوستانه مرستې کوي او ډېر ژر به یې دغه هېواد ته واستوي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د دغه هېواد د دفاع او روغتیا وزارتونه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر تیارولو بوخت دي.
(2021 / 10 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې مسکو له افغاستان سره بشردوستانه مرستې کوي او ډېر ژر به یې دغه هېواد ته واستوي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د دغه هېواد د دفاع او روغتیا وزارتونه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر تیارولو بوخت دي.
اړوند موضوعات:
روسیه وايي چې لۀ افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو پۀ لټه کې یو
که څه هم کابلوف د دغو مرستو د لېږد کره نېټه نه ده ښودلې، خو ویلي دي چې د دغه هېواد د دفاع او روغتیايي خدماتو وزارتونه د لېږد د الوتکو پر تیاري بوخت دي او په دې برخه کې کار په چټکۍ روان دی.
نوموړي زیاته کړې، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په سپارښتنه له افغانانو سره د بېړنیو بشردوستانه مرستو د تیاري عملیات روان دي.






