د ا.ا.ا د لومړي وزیر دوهم مرستیال د چین د بهرنیو چارو لۀ وزیر  سره وکتل 

0
73

د ا.ا.ا د لومړي وزیر دوهم مرستیال د چین د بهرنیو چارو لۀ وزیر  سره وکتل 

چين د افغانستان د لرغوني او دوست ګاونډي او همکار په توګه تل په دې نظر دی، چې نړيواله ټولنه دې د خبرو له لارې له افغانستان سره همکاري وکړي، څو د دغه هېواد وضعيت ښه لوري ته وګرځي او له افغانانو سره دې د ستونزو د هوارې مرسته وکړي.

(2021 / 10 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په قطر کې د ا.ا له جګپوړو چارواکو سره ګوري، د چینايي چارواکو دغه سفر د روانې اکتوبر میاشتې له ۲۵ نه تر ۲۶ نېټې پورې پلان شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین ویلي، چې دواړه لوري به په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې وکړي.

اړوند موضوعات: 

پاکستان، روسیه و چین به دنبال آزادی ذخایر ارزی افغانستان هستند

نوموړي ویلي، چې د افغانستان د نږدې ګاونډي په توګه، په افغانستان کې د وضعیت د مثبت تغیر له پاره چین تل د خبرو اترو او تماسونو لرلو له پاره هڅې کړې دي.

Leave a reply