د افغانستان نه ۳۴۴۰ افغانان پاکستان ته راداخل شول

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم سرکاری چارواکي وایی چې پرون په ۲۴ اکتوبر د افغانستان نه ۳۴۴۰ کسان پاکستان ته د تورخم له لارې راغله، سرکاري سرچینو ترمخه شپږ ۶ کسان چې د بهر هیودونو وو، هم پاکستان ته راداخل شول.
تورخم سرکارۍ سرچینې وایی چې کله نه چې په تورخم پوله سفري بندیزونه لرې کړې شوي دي نو د افغانستان په زرګونو شمیره کښې افغانان او نور د بهرنیو هیوادونو کسان پاکستان ته سفر کړي دې.
د سرچینو مطابق په تورخم پوله د امیګریشن اهلکار ډیر چټک کار کوي چې افغانانو او نورو مسافر له اسانتیاوی ورکړي چې پاکستان ته را داخل شي خو په ټولنیزو رسنیو داسې خبرونه خپریږي چې په تورخم پوله د مسافرو نه وس هم غیرقانوني روپۍ اخستل کیږي او په تورخم پوله د امیګریشن عمله هم کمه دې چې ددې مسافرو پاسپورټونه زر چیک کړي او پاکستان ته راداخل شي.
په تورخم پوله ځایی سوداګر او نور عام خلقو غوښتنه کوي چې په تورخم پوله دې د امیګریشن عمله زیاته کړي چې مسافرو ته نورې اسانتیاوي هم ورکړي.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې پاکستان په تورخم پوله سفری بندیزونه ختم کړل او وس افغانانان کولې شي چې د پاکستان په قانوني ویزا پاکستان ته سفر وکړي.
افغانانو د پاکستان حکومت ستاینه کړي چې وس ی په تورخم پوله سفری بندیزونه لرې کړل او وس افغانان پاکستان ته سفر کولې شي.






