څلور انسان تښتوونکي اووژل شول
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان یو رسنې باختر خبري آژانس خبر ورکړې چې پرون په هرات کښې د اسلامی امارت او د انستان تښتوونکې یو ډلې ترمینځ په ډزو او نښتنه کښې ۴ څلور هغه تنه اووژل شول چې دوی په افغانستان کښې په انسان تښتونه کښې ککړ وو.
د باختر خبري آژانس رپورټ مطابق دا پیښه د افغانستان ولایت هرات په ۱۵ ناحیه کښې مخې ته راغلې کله چې د اسلامی امارت او د انسان تښتوونکې ډلې ترمینځ ډزې او نښته پیل شو چې په نتیجه کښې ی ۴ انسان تښتوونکي اووژل شول.
د اسلامی امارت امنیه قوماندانۍ د امارت د جنګیالو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل خو د انسان تښتوونکې ډلې څلورکسانو د وژنې خبر ی ورکړې دې.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی افغانستان د ځانګړي ځواکونو او سرتیرو له لوري د افغانستان په بیله بیل ولایتونو کښې د انسان تښتوونکو، داعش خراسان او نور جنایی جرمونو کښې ککړ کسانو په ضد عملیات کیږي، په ګنړ شمیر کښې داسې کسان نیول شوي چې هغوی داسې جرمونو کښې ککړ وو.
څرګنده دې وی چې د افغانستان اسلامی امارت د مشرانو د طرف نه داسې بیان او خبرپانړه جاری شوې ده چې په بیله بیلو جرمونو کښې ککړو خلقو له دې په ښکاره سزا ور نه کړې شي ، داسې بیان جاري شوې وو چې د عدالت د حکم پرته به مجرمانو ته ښکار سزا نه ورکول کیږي، دا عدالتي بیان هغه وخت مخې ته راغلو چې په هرات کښې یو انسان تښتونکو ډلې کسانو مړي په چوک کښې را زوړند کړې شو نو دې نه په امارت اسلامی مشرانو داسې بیان جاري کړو چې د عدالتي حکم پرته دې مجرمانو ته ښکاره سزا ور نه کړې شي.
د هرات په پنځلسمه ناحیه کې پرون د انسان تښتوونکو او اسلامي امارت ځواکونو ترمنځ نښته کې څلور انسان تښتوونکي وژل شوي دي.
— BNA Pashto (@bnapashto) October 25, 2021