م،م: شا و خوا ۲۲ میلویونه افغان د خوړو نشتون سره مخ دي
م،م: شا و خوا ۲۲ میلویونه افغان د خوړو نشتون سره مخ دي
د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي غذايي مصونیت نه لري، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي په افغانستان کې غذايي مصونیت نه لري او د خوړو له کمښت سره مخ دي.
(2021 / 10 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي غذايي مصونیت نه لري، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي په افغانستان کې غذايي مصونیت نه لري او د خوړو له کمښت سره مخ دي.
دده په وینا نړۍ باید په دې پوه شي چې دا جدي مسئله ده او میلیونونه وګړي په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي.
هغه زیاته کړې چې تر ټولو ستر ګواښ د لوږې له امله ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته متوجه دی چې باید ژر تر ژره یې د له منځه وړلو لپاره هڅه وشي.
اړوند موضوعات:
هند افغانستان ته د بشري مرستو رسولو پۀ لټه کې دی
د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی دی چې د افغانستان د ژغورلو او په دغه هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره دې رغنده ګامونه اوچت کړي او د میلیونونه وګړو ژوند دې وژغوري.
دا څو یم ځل دی چې ملګري ملتونو ورته اندېښنې څرګندوي، که څه هم ملګرو ملتونو افغانستان سره د بشري مرستو پۀ موخه څۀ باندې یو میلیارد ډالره مرسته هم اعلان کړې؛ خو تر اوسه وضعت غیر نورمال دی او ورځ تر بلې د بشري ناورین حالت ته د نیږدې کېدو پر لور روان دی.