د کډوالو چارو ریاست وایی د اولس ستونزو نه خبر یو

0
376

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د پایه تخت کابل د کډوالو ریاست مسولینو وایی چې د اړمنو او د ستونزو سره مخ د افغان اولس د ټولو ستونزه نه خبر یو او نورو خیریه بنسټونو او سوداګرو سره په شریکه کار کوو چې اړمنو کورنیو سره بشري مرستې وکړو چې ددوی ستونزې هواری شي.

د ذکر شوي ریاست مشرانو وایی چې د کابل او د نورو ولایتونو په بیلابیول سیمو کښې مو بشري مرستې اړمنو او مستحقو کورنیو ته رسولي دي.
یاده دې وی چې د پاکستان د پاک افغان د همکارۍ ټولنې، الخدمت فاونډیشن پاکستان ، د برایټو پینټ شرکت د افغان اولس لپاره د زمکې او هوایی لارې په مدد سره د افغان اولس لپاره بشري مرستې لیږلي دي کومې چې مستحو کورنیو ته رسول شوي دي.
څرګنده دې وی چې د ملګري ملتونو او نور نړیوالو د بشري مرستو سازمانونو انديښنه څرګنده کړې وه چې په افغانستان کښې دې د فقر او بې وزلې کچه ډیره زیاته شوي دې ، د لرې پرتو سیمو او ولایتونو اولس د بشری مرستو ته ضرورت لري او نړۍ باید دې اولس سره په بیړني توګه مرستې وکړي.
د ملګري ملتونو یو رپورټ مطابق په افغانستان کښې ۷ لکه نه زیات افغان وکړي په ملک کښې د ننه د نا امني له وجهې بې کوره شوي دې، ددوي واپسې هم پیل شوې ده خو دې کورنیو د واپس تللو لپاره د مرستو اړتیا ده.

Leave a reply