هند افغانستان ته د بشري مرستو رسولو پۀ لټه کې دی 

0
95

هند افغانستان ته د بشري مرستو رسولو پۀ لټه کې دی 

همدا راز ټاکل شوې چې هند د ایران په غونډه کې هم ګډون وکړي چې اجنډا یې د افغانستان او سیمې وضعیت دی. هند د مسکو په غونډه کې د بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده خو په دې اړه یې لا ډېر جزیات نه دي ورکړي.

 

(2021 / 10 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ  راپور 

هند  افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په لټه کې دی. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هند د مسکو په غونډه کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د ترسره کولو ډاډ ورکړی دی، خو هڅه کوي داسې لارې چارې وپلټي چې دغه مرستې افغانانو ته ورسولی شي.

اړوند موضوعات: 

د افغانستان، پاکستان، هند او چین تر منځ څلور اړخیزه غونډه وشوه 

رسنۍ وایي هند وېره لري چې په افغانستان کې به یې د بشري مرستو پر رسوونکو بریدونه وشي او یا به د ځينو ډلو له غبرګون سره مخ شي نو له همدې امله د امنې لارې چارې په لټه کې دي.

همدا راز ټاکل شوې چې هند د ایران په غونډه کې هم ګډون وکړي چې اجنډا یې د افغانستان او سیمې وضعیت دی. هند د مسکو په غونډه کې د بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده خو په دې اړه یې لا ډېر جزیات نه دي ورکړي.

Leave a reply