وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) د حوالې هنډي کاروبار په ضد کاروائي کولو په وخت د پيښور چوک بازار کښې د کرنسۍ بازار سيل کړے دے۔
باغي ټي وی رپورټ
د ايف آئي اے ترمخه هېچا ته به د مني لانډرنګ او د ډالرو په سمګلنګ کښې د لاس لرلو اجازت نه ورکولې کيږي او په غير قانوني کاروبار کښې د ککړو کسانو خلاف به کاروائي کولے شي۔
د يادونې وړ ده، چې د اسعارو په بازار کې د قاچاق وړونکو او ذخيره کوونکو پر وړاندې له سختو اقداماتو او د ډالر د ارزښت له راټيټېدو وروسته د ډالر په زېرمه کوونکو کې ګډوډي خپره شوې ده.
په تېره یوه اوونۍ کې په ازاد بازار کې ډالر ۲۱ روپۍ رالویدلي، د پنجشنبې په ورځ انټربینک بازار کې ډالر ۲ روپۍ او په ازاد بازار کې ۵ روپۍ ارزانه شوي دي.
په انټربینک کې د یوې اونۍ په ترڅ کې د ډالر په ارزښت کې ۵۲ روپۍ کمې شوې دي، په داسې حال کې چې په ازاد بازار کې د ډالر په وزن کې په تیرو دریو ورځو کې ۲۱ روپۍ کمې شوې دي.