د داخله چارو پخواني وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چي د اصف زرداري د شکر برآمدولو دريځ ټولي کابينې اخستي وو۔
باغي ټي وی رپورټ
نن د جيو نيوز په پروګرام کې له شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې نوموړي وويل چې نواز شريف ته د ګوند له خوا مخکې ويل شوي وو چې هغه د خپلې لور په لاس کې پاکستان ته راغلی، دا ځل به هم د مسلم ليګ ن د انتخابي کمپاين مشري کوي.
ياده دې وي چې تيره ورځ د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې د وينا په مهال پخواني وفاقي وزير او د مسلم ليګ نون مشر احسن اقبال د شکر برآمد کولو ذمه واري د تجارت په پخواني وزير اچولې وه۔
احسن اقبال وويل، چې د بورې د صادرولو اجازه د نويد قمر د سوداګرۍ وزارت د پيپلز پارټۍ له خوا ورکړل شوې وه، پخوانى حکومت ايتلافي حکومت و، نو مسلم ليګ (ن) ټول مسووليت نه شي زغملى.