د سوداګرۍ وزیر: موږ به د افغان سوداګرو ستونزې حل کړو
د سوداګرۍ وزیر: موږ به د افغان سوداګرو ستونزې حل کړو
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له یو شمېر افغان سوداګرو او د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له رئیس سره وکتل.
په دې کتنه کې افغان سوداګرو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو خپلې ستونزې چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بندرونو کې رامنځ ته شوې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.
(2023 / 9 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له یو شمېر افغان سوداګرو او د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له رئیس سره وکتل.
په دې کتنه کې افغان سوداګرو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو خپلې ستونزې چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بندرونو کې رامنځ ته شوې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خانجان الکوزي په دې ناسته کې وويل، چې په دې وروستيو کې د پاکستان په بندرونو کې له افغانستان څخه د يو شمېر مالونو د ترانزيت لپاره د ګمرکي کړنلارو موده له درېيو ورځو څخه لسو ورځو ته لوړه شوې او د سپټمبر له لومړۍ نېټې وروسته به دغه موده د پاکستان په بندرونو کې له درېيو ورځو څخه لسو ورځو ته لوړه شي.
اړوند موضوعات:
پاکستان دې دوه اړخیز تجارت له وده ورکړي: د افغان سوداګرو غوښتنه
په 2023 کې به په ټرانزیټ کې د 14 توکو لیږد منع وي.