په اسلام اباد کې د خزانې د نگران وزیر شمشاد اختر په مشرۍ کې د اقتصادي رابطې کمېټۍ (ای سي سي) پي آئي اے ته د بیل آوټ پیکج ورکولو وړاندیز رد کړ.

0
170

باغی ټی وی رپورټ

د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د پي آئي اے د بحالۍ لپاره د اي سي سي لخوا يوه كمېټۍ جوړه كړې شوې چې د خزانې وزارت او سټيټ بينك به پي آئي اے ته د مالي ستونزو هواري لپاره مرسته كوي۔

بيان ترمخه د اي سي سي په غونډه کې د پټرول په قيمت يو روپۍ 64 پيسې او د هائي سپيډ ډيزل په قيمت يو روپۍ 87 پيسې في ليټر د ډيلرز مارجن زياتولو منظوري هم ورکړې شوه۔

بيان کې وئيل شوي دي چې د اي سي سي په غونډه کې د دفاعي خدماتو د بيلا بيلو پروژو لپاره د 40 اربه روپو منظوري ورکړل شوې او د اسپيشل سکيورټي ډويژن د 2 پروژو لپاره د 20 ارب 60 کروړه روپو منظوري ورکړل شوه.

د خزانې وزير په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې اي سي سي د 20 كروړه روپو جاري كولو منظوري هم وركړه۔

اعلاميه له مخې د انټرنېشنل سيكورټي ډيوټي الاؤنس لپاره د 6 ارب 47 كروړه روپو منظوري وركړې شوې او د جناح نيول بيس او مارا لپاره د 6 اربه روپو منظوري وركړې شوې۔

د بیان له مخې د ای سی سی غونډې د نیول ائیر سټیشن تربت لپاره د یو ارب روپو جاری کولو منظوري هم ورکړه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پيسې به د يولړ پيسو پر ځاى د اړتيا له مخې ورکول کېږي.

Leave a reply