پاکستان دې دوه اړخیز تجارت له وده ورکړي: د افغان سوداګرو غوښتنه

0
42

باغي ټي وي رپورټ
په تیرو څو کالو کښې په افغانستان او پاکستان کښې د امنیت د ستونزو له وجهې ددې دواړه هیوادونو دوه اړخیز تجارت ډیر بد متاثر شوې دې، د پولې دواړه طرف اولس هم د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په دې سیمو کښې د فقر سطح ډیره زیاته شوې ده.

څو ورځې وړاندې د افغان سوداګرو په تورخم پوله پاکستاني چارواکو ته دا خبره په ډاګه کړه چې په افغانستان کښې د تازه میوو پیداوارډیر زات شوې دې خو له بده مرغه په پوله د تازه میوو نه ډک د ټرکونو او د تازه میوو صادر کوونکې د سختو ستونزو سره مخ دي، دوی اوویل چې دا تازه میوه چې په پوله زیاته ایساره شی نو خرابیږي او اکثر داسې شي چې په پوله د تازه میوو ټرکونو ډیرې ورځې پاتې شي ، تازه میوه خرابه شی او تاجرانوله په کروړنو روپۍ زیان ورکړي.
افغان سوداګرو دا خبره زیاته کړې وه چې پاکستاني چارواکو له په کار دي چې دوی دوه اړخیز تجارت له وده ورکړي چې د دواړو هیوادونو قومې خزانو ته مالي ګټه ورسي او د پاکستان او افغانستان اولس خوشحال ژوند تری کړي.
افغان چارواکو د رسنیو له لار د پاکستاني چارواکو نه دا غوښتنه وکړه چې دوی دې پاکستاني او افغاني سوداګرو ستونزې هواري او سوداګرو له دې اسانتیاوي پیداکړي چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ تجارت وده ومومي.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې د خان جان الکوزي(د افغانستان یو مشهور سوداګر، او د افغان سوداګرو د اتحادیی مشر) په مشرۍ کښې د افغان سوداکرو یو پلاوي د پاکستان دوره وکړه، په پاکستان کښې ی د اقتصاد او تجارت اړوند مشرانو سره په پیښور او د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کښې ملاقاتونه وکړل.
افغان سوداګرو پاکستاني چارواکي په دوه اړخیز تجارت کښې رامخې ته شوې ستونزو او خنډونو نه خبر کړل، خان جان الکوزي پاکستاني چارواکو ته په ډاګه کړه چې افغانستان او افغان سوداګر پاکستان سه تجارت له وده ورکول غواړي او پاکستاني چارواکو له هم په کار دي چې افغانستان سوداګرو ستونزې هوارې کړي چې دوه اړخیز تجارت ښه شي.

Leave a reply