افغانستان قومي لوبډله نن سکاټ لینډ سره مخامخ کیږي

0
196

باغي ټي وي رپورټ
د کرکټ په ۲۰ اووریز نړيوال جام ۲۰۲۱ کښې نن د افغانستان او سکاټ لینډ قومي لوبډلې میچ لري، دا مقابله به د افغانستان وخت مطابق په ۶:۰۰ شپږ بجې پیل شي.

په متحده عرب اماراتو کښې جاري د کرکټ نړيوال جام ۲۰۲۱ مقابلې پیل شوي دي، پرون په یو زړه راښکونکي مقابله کښې پاکستان او د ګاونډی هیواد هند مقابله وه کومه چې پاکستان د هند قامي لوبډلې نه وګټله.
نن د افغانستان قومي کرکټ لوبډله په نړيوال د شل اووریز کرکټ جام کښې د سکاټ لینډ سره مقابله کوي، په ټولنیزو رسنیو داسې خبرونه خپاره شوي دي چې افغان اولس ډیر په انتظار دې چې دې مقابلې نه خوند واخلي.
د افغانستان کرکټ ټیم یو لوی مینه وال رحیم صدیقي خبرې د ا فغانستان کرکټ بورډ په خپله ټویټر پانړه خپرې کړي دي، صدیقي وایی چې په عرب اماراتو کښې چې افغانان دي هغوي دي نن د افغانستان او سکاټ لینډ لوبې له راشي او د افغانستان ټیم ملاتړ او حمایت دي وکړي.
یاده دې وی چې دا اول ځل دې چې د افغانستان اسلامی امارت په حکومت کښې د افغانستان قومي کرکټ لوبډله یو نړيوال کرکټ جام کښې ګډون کوي.
په دې تیره میاشت کښې د افغانستان د ۱۹ کالو کم دکرکټ لوبډله د تورخم لاري پاکستان ته راغله او بیا ی د بیګله دیش سفر وکړو، په بنګله دیش کښې هم د افغانستان د کرکټ ۱۹ کالو نه کم لوبډلې د ښې لوبې مظاهره وکړه او بیا هم د تورخم له لارې افغانستان ته واپس شو.

Leave a reply