پاکستان سره د لارې تړل کېدو لۀ خلکو او تجارانو ته زیانونه اووښتي دي

پاکستان سره د لارې تړل کېدو لۀ خلکو او تجارانو ته زیانونه اووښتي دي
د پاکستان له لوري له افغانستان سره د تګ راتګ لارو د تړل کېدو له امله زرګونه کسانو ته مالي زیانونه اوښتي دي. پاکستاني رسنۍ وايي چې د سپین بولدک-چمن لارې د تړل کېدو له امله همدا اوس شاوخوا ۵۵ زره لوی او واړه سوداګر زیانمن شوي او کاروبارونه یې له ګواښ سره مخ دي.
(2021 / 10 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان له لوري له افغانستان سره د تګ راتګ لارو د تړل کېدو له امله زرګونه کسانو ته مالي زیانونه اوښتي دي. پاکستاني رسنۍ وايي چې د سپین بولدک-چمن لارې د تړل کېدو له امله همدا اوس شاوخوا ۵۵ زره لوی او واړه سوداګر زیانمن شوي او کاروبارونه یې له ګواښ سره مخ دي.
سرچینه وایي چې ددې تر څنګ د پولې دواړو غاړو ته سلګونه بار موټرونه چې ډېری یې تازه مېوه او سبزیجات لېږدوي ولاړ دي او توکي یې د خرابېدو په حال کې دي.
اړوندمو ضوعات:
په پاک افغان پوله تورخم ټرانسټورټران او تاجران ستونزو سره مخ دي
سوداګرو له دواړو لورو غوښتي چې ژر تر ژره دې د دوی ستونزې حل کړي، لار دې د تګ راتګ پر مخ خلاصه کړي او سوداګرو ته دې د میلیونونه ډالرو زیان د اوښتو مخنیوی وکړي.
که څۀ هم د ا.ا.ا د پاکستان– افغانستان د سرحدونو د تړلو مسؤلیت پر پاکسستان وراچوي؛ خو پاکستاني لوري بیا د دې مسؤلیت پړه پر افغان لوري وراچولې او ویلي ئې دي چې دوی هېڅکله د پاک افغان پوله نده بنده کړې.






