د ا.ا.ا : د تور لېست پۀ اړه د روسیې د وروستیو څرګندونو هرکلی کوو

د ا.ا.ا : د تور لېست پۀ اړه د روسیې د وروستیو څرګندونو هرکلی کوو
پوتین ویلي وو دوی غواړي طالبان د خپل هېواد د ترهګرو له لېست وباسي، ددې تر څنګ مجاهد وایي چې دوی له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکي دي او په خبره یې جګړه ختمه شوې ده او اوس ددې وخت دی چې نړۍ له افغانستان سره ښه تعامل ولري.
(2021 / 10 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان نوي حکومت د روسیې له وروستي اقدام هرکلی کړی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي، د روسیې د ولسمشر ویلاديمیر پوتین د هغه څرګندونو هرکلی کوي چې له مخې به یې د طا لب مشرانو نومونه د ترهګرو له لېست ایستل کېږي.
اړوند موضوعات:
پوتین: طالبان را از فهرست گروههای تروریستی خارج میکنیم
پوتین ویلي وو دوی غواړي طالبان د خپل هېواد د ترهګرو له لېست وباسي، ددې تر څنګ مجاهد وایي چې دوی له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکي دي او په خبره یې جګړه ختمه شوې ده او اوس ددې وخت دی چې نړۍ له افغانستان سره ښه تعامل ولري.
دده په خبره افغانستان له ټولې نړۍ سره د متقابل احترام او ګټو پر بنسټ ولاړې اړیکې غواړي او ددې تمه لري چې ژر تر ژره له نړۍ سره اړیکې پراخې او پیاوړې شي.






