د پاکستان د دفاع او شهيدانو ورځ نن په ټول ملک کښې په ملي جوش او جذبې سره نمانځلې کيږي او په دې لړ کښې په کراچۍ کښې د مزار قائد د ساتونکو د بدلون شانداره مراسم ترسره شول.
باغی ټی وی رپورټ
د کراچۍ په مزار قائد کې د ګارډز د بدلولو په دستوره کې د پي اے ایف اصغر خان اکاډمۍ ائیر افسر کمانډنګ ائیر مارشل غضنفر لطیف د مشر مېلمه وو.
د ساتونکو د بدلون په مراسمو کې د ۷ ښځو په ګډون ۵۷ کیډټان برخه اخلي، د مراسمو په ترڅ کې د پاکستان د هوايي ځواک کیډټونو د مزار قائد د ساتونکو دندې په غاړه واخیستې.
بل لوري ته د پاکستان صدر، نگران وزيراعظم، د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن، د سروسز چيفس او د پاکستان وسله والو ځواکونو د دفاع په ورځ د شهيدانو او د هغوي خاندانونو ته خراج تحسين وړاندې کړے دے۔
د دفاع او شهيدانو د ورځې په مناسبت خپل پېغام كښې صدر عارف علوي ووئيل مونږ شهيدانو ته سلام وړاندې كوو كومو چې د هېواد دفاع لپاره خپل ژوند قربان كړو٬ د هېواد زړورو زامنو د دښمن په ضد په مېړانه مبارزه وكړه او په تاريخ كښې يې يو ځلانده باب جوړ كړے۔