د پاکستان د دفاع او شهيدانو ورځ نن په ټول ملک کښې په جوش او جذبې سره نمانځلې کيږي۔

0
89

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان اولس مشر، نگران وزيراعظم، د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن، د سروسز چيفس او د پاکستان د وسله والو ځواکونو شهيدانو او د هغوي خاندانونو ته د دفاع د ورځې په موقع خراج تحسين وړاندې کړے دے۔

د دفاع او شهيدانو د ورځې په مناسبت خپل پېغام كښې صدر عارف علوي ووئيل مونږ شهيدانو ته سلام وړاندې كوو كومو چې د هېواد دفاع لپاره خپل ژوند قربان كړو٬ د هېواد زړورو زامنو د دښمن په ضد په مېړانه مبارزه وكړه او په تاريخ كښې يې يو ځلانده باب جوړ كړے۔ نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د دفاع او شهيدانو د ورځې په مناسبت خپل پيغام کې وئيلي دي چې پاکستان نن د تندلاريتوب، ترهه ګرۍ او بهرنۍ جارحيت په شان امنيتي چيلنجونو سره مخ دى.

ده ووئيل چې ولس د هېواد د سلامتۍ او پرمختګ په ضد د شومو ارادو د شنډولو لپاره د خپلو زړورو قوتونو سره ولاړ دے٬ دوي به په سخت محنت او عزم سره پاكستان د هر قسمه امنيتي او اقتصادي ننګونو څخه ساتي۔

نگران وزيراعظم وويل د جمو او کشمير اوږدمهاله شخړه د سيمې د امن او سلامتۍ لپاره تر ټولو ستره ننګونه ده او نړيواله ټولنه بايد د دې ستونزې په هواري کې خپل کردار ادا کړي.

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د 6 ستمبر 1965ء جنګ ثابته کړه چي زړور قوم د خپلو پولو حفاظت لپاره هر وخت تيار دے، ټول قوم د دوي قربانيو ته سلام کوي۔

د آئي اېس پي آر ترمخه مونږ د ټول ملت په حيث د ټولو شهيدانو د قربانۍ منندوی يو، د پاکستان وسله وال ځواکونه د هر قسمه داخلي او خارجي خطرونو په ضد د وطن دفاع ته ژمن دي، پاکستان ته د زيان رسولو د هر ډول کوششونو مقابله کوي. توند ځواب به ورکړل شي.

د دفاع او شهيدانو د ورځې په موقع د پاکستان د باني قائداعظم محمد علي جناح په مقبره د ګارډز د بدلون په مراسمو کښې به د پاک فضائيه کيډټس د قائداعظم په مقبره د ګارډز فرائض په غاړه اخلي۔

Leave a reply