په ګلشن حدید کې د یو شخصي سکول د پرنسپل لخوا د یوې ښځینه استاذې سره د جنسي تیري په مقدمه کې د یوې مظلومې استاذې پولیسو سره تماس نیولی دی.

باغی ټی وی رپورټ
د قضیې پلټونکي افسر تایید کړه چې د قرباني ښځې له پولیسو سره اړیکه نیولې چې وروسته به د ښځې بیان ثبت شي.
د نوموړي په وينا، ياده قضيه د يوې لوړپوړي کمېټې له لوري څېړل کېږي، د يو شمېر نورو تورنو کسانو په اړه هم معلومات ترلاسه شوي، چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ يې ځينې اقدامات هم کړي دي.
پوليس چارواکي وايي چې په پلټنو کې د دوو نورو کسانو نومونه هم په ډاګه شوي چې ډي وي آر او ويډيوګانې لري، دواړه تورن کسان به نن شپه ونيول شي.
بل اړخ ته اسسټنټ کمشنر نذیر ابڑو جیو نیوز ته اوویل چی د تعلیم محکمی د خط نه پس سکول سیل کړے شوی دی، ضلعی انتظامیه به هم د پیښی پلټنه کوی او د ماشومانو تعلیم جاری ساتلو لپاره به د تعلیم محکمی سره رابطه کوی. ..
ياده دې وي چې د کراچۍ په ګلشن حديد سيمه کې د يو شخصي سکول پرنسپل د جنسي تېري په تور نيول شوی وو.
د سينئر سپرنټنډنټ آف پوليس (ايس ايس پي) ملير حسن سردار په وينا، د ملزم د دفتر نه د جنسي تيري 25 ويډيوګانې ترلاسه شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دفتر کې د جنسي تېري په تور پنځه مېرمنې پېژندل شوې دي، چې په اړه به يې له قرباني مېرمنو څخه هم معلومات ترلاسه شي.





