نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وايي دبريښنا په مسله کې دغيرمنصفانه بجلۍ قراردادونو په اړه ائي پي پيز سره خبرې اترې روانې دي.

0
112

باغی ټی وی رپورټ

په اسلام اباد کې دبهرنيو ميډيا له استازو سره په خبرو کې نگران وزيراعظم وويل حکومت به دبريښنا بلونو په اړه مالي ادارو سره کړې ژمنې عملي کوي.

هغه وويل، چې د برېښنا د غيرعادلانه قراردادونو په اړه له IPPs سره خبرې روانې دي او هڅه کوي، چې ځينې امتيازات ترلاسه کړي، چې جزئيات يې تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

نگران وزيراعظم وئيلي دي چې د احتجاج کوونکو احساساتو ته زيان رسولو پرته به د ستونزې لنډمهاله حل پيدا کوي او د خلکو د راضي کولو لپاره به د حقيقت په بنياد فيصله کوي.

هغه زیاته کړه، دا د پارلمان واک دی چې د ټولو سکتورونو لپاره بودیجه تخصیص کړي، دوی په خپل چوکاټ کې اقتصادي او مالي چارې پرمخ وړي، د اساسي قانون له مخې په دولتي نظام کې لوی بدلون نه شي راوستلی، یوازې لنډ مهاله اصلاحات کولای شي. راتلونکې پریکړه به د منتخب حکومت لخوا کیږي.

Leave a reply