د روان کال اګست میاشت په پاکستان کې په ۶۳ کلونو کې دویمه تر ټولو وچه میاشت وه.

0
154

باغی ټی وی رپورټ

د هوا پېژندنې ادارې د اګست میاشتې د موسم وړاندوینه خپره کړې، چې له مخې یې په هېواد کې د روان کال په اګست میاشت کې د معمول په پرتله ۶۶ سلنه کم باران شوی دی.

د موسمياتو محکمي ترمخه د روان کال اګست مياشت په بلوچستان کښي تر ټولو وچه مياشت وه او په خيبرپښتونخوا او پنجاب کښي اګست مياشت دويمه وچه مياشت وه۔

د باران په اړه د موسمياتو محکمه وايي چې د اګست په پنځمه په ګوجرانواله کې 102 ملي متره باران شوی او د اګست په مياشت کې په لوئر دير کې 231 ملي متره باران شوی دی.

د موسمياتو محکمي زياته کړي ده چي د اګست په مياشت کښي د ملک اوسط تودوخه د نورمال نه 0.19 درجو سينټي ګريډ زياته وه او د اګست مياشت کښي د ملک اوسط تودوخه 30.44 درجو سينټي ګريډ ريکارډ شوي وه۔

Leave a reply