نگران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د هیواد د اقتصاد د ثبات لپاره د بیړنیو اقداماتو لارښوونه کړې ده.
باغی ټی وی رپورټ
د نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ په مشرۍ کې د انرجي چارو په اړه غونډه وشوه چې پکې د خزانې نگران وزير ډاکټر شمشاد اختر، د انرجۍ نگران وزير محمد علي او د انرژۍ وزارت چارواکو ګډون کړی وو.
د زرائعو له مخې په دې موقع د اړوندو چارواكو لخوا د بجلئ بلونو پشمول د قرضونو واپس كولو په چارو بريفنګ وركړې شو او د بجلئ غلا مخنيوي لپاره د اقداماتو هم خبر وركړې شو۔
په غونډه كښې وزيراعظم انوارالحق كاكړ هدايت وكړو چې د بجلۍ غلا مخنيوي لپاره دې موثر اقدامات وكړې شي۔
په غونډه كښې وزيراعظم انوار الحق كاكړ ته د خسارې ځپلو ډكسوزونو په اړه بريفنګ هم وركړې شو په كومه كښې چې نگران وزيراعظم د بحالۍ لپاره د ګامونو پورته كولو هدايات وكړو او وې ويل چې د هېواد د معيشت استحکام لپاره دې بېړني ګامونه پورته كړې شي۔